Välj språk här Välj språk här

سرلیک: یوه نیمه پاڼه

د کور د کالیو او سامان وروستی موټر هم تللی وه؛ کرایه دار، ځوان سړی چې د خولۍ ګردچاپیره یي پټه وه، د وروستي ځل لپاره په تشو کوټو کې راوګرځید، چې مطمین شي کوم شی پاته شوي نه وي. نه، هیڅ شی هم نه وه هیر شوي، هیڅ. هغه بهر د مخي دهلیز ته ووت، او ټینګه اداره یي وکړه، چې د هغه څه په اړه چې په دي کوټو دی ورسره مخ شوی وه، بیا به کله هم سوچ ونه کړي. په ناببره توګه د هغې سترګې په هغه نیمه پاڼه ولګیدي، چې د دیوال او ټیلیفون تر منځ درز کې ځای شوي وه؛ دا پاڼه په لیکونو ډکه وه، او ښکاریده چې تر یوه نه زیاتو خلکو لیکني وي. ځیني لیکنې په قلم او رنګ لیکل شوي وي چې لوستل کیدای شوي، او ځیني نورې کرښي په پنسل باندې ایستل شوي وي؛ حتی په ځینو برخو کې سور قلم هم کارول شوی وه. دا د ټولو هغو کارونو سوانح وه کوم چې د تیرو دوو کلونو په لنډه موده کې هغه ته پیښ شوي ول؛ دا ټول شیان، د کومو په اړه چې هغه دا سوچ کړي وه چې هغوی به هیروي، لیکل شوي وو. دا د کاغذ په نیمه پاڼه باندې د انسان د ژوند یوه برخه وه.

هغه کاغذ را واخیست؛ دا د کرښو ایستلو د کاغذ یوه ټوټه وه، زیړه او لکه لمر غوندې ځلیدونکي. هغه د نقاشي په کوټه کې کاغذ په تاقچه کې کیښود او په هغه باندې یې نظر واچاوه. د لیست په سر کې د یوې ښځې نوم وه: “الیس،” په نړۍ کې تر ټولو ښکلی نوم، لکه څنګه چې هغه ته هغه وخت همداسي ښکاریدو، ځکه چې دا د هغه د کوژدنې نوم وه. له نامه سره په خوا کې یوه شمیره وه، “15,11.” دا لکه د سندرو د کمپوز په تخته باندې د نوټ شیمرې غوندې ښکاریدله. تیرې لاندې لیکل شوي وه “بانک.” دا د هغه د کار ځای وه، د هغه مقدس کار چې له برکته یي هغه ډوډۍ، کور او میرمن – د ژوند بنسټونه، لرل. خو په دي تورې باندې قلم را کش شوی وه، ځکه چې بانک ناکام شوی وه، او که څه هم هغه یوه بله سا پیدا کړله، خو دا وروسته تر یوې لنډې مودې اندیښنې او نارامي وه.

ورپسي لیکل شوي وه: “د ګلانو دکان او د اسانو د ساتلو غوجله.” دا د هغه په کوژدنۍ پورې اړوند وه، هغه وخت چې هغه په خپلو جیبونو کې ډیرې پیسي درلودلي.

ورپسي راغلي وه: “د میز او چوکۍ خرڅوونکی او کاغذ-ځړونکی” – هغوی د دوي کور فرش کاوه. “د لیږلو استازي” – هغوی هلته انتقالیدل.  د اوپرا کنسرت ځانګړي خونه، شمیره 50/50″ – هغوی نوی واده کړی وه، او د یکشنبې په ماښام به د کنسرت لیدلو ته تلل؛ د هغوی د ژوند تر ټولو خوندور ساعتونه هلته تیر شوي ول، ځکه چې هغوی به آرام کیناستل، او د پردې هغې خوا ته به د هغوی روح د پریانو د کیسو په ښایست کې له یو بل سره لیدل.

ورپسي د یوه سړي نوم راغلی وه، چې کرښه پری کښل شوي وه. هغه د ده د ځوانې د وختونو ملګری وه، داسي یو سړی  چې په ټولنه کې ښه پرمخ تللی وه، خو بیرته پر مخ غورځیدلی وه، د کامیابي نشي هر څه تالا کړي ول، داسي لویدل چې هیڅ چاره یي نه وه، او اړ وه چې هیواد پریږدي.

راتلونکی دومره نا پایه وه!

اوس، د میړه او میرمنې په ژوند کې یو نوي شی پیدا شو. دا نوي لیکنه د ښځي په لاس لیکل شوي وه: “نرس″. کومه نرسه؟ ښه، البته، هغه مهربانه ښځه چې لویه چپنه او خواخوږي څیړه یي لرله، چې په نرمو ګامونو به ګرځیده، او هیڅ کله هم د نقاشی خونې ته نه ننوتله، خو نیغ په نیغه له دهلیز نه د خوب کوټي ته ولاړه.

د هغې تر نوم لاندې لیکل شوي وه: “ډاکټر ال”.

او اوس، د لومړي ځل لپاره، په لیست کې د یوه خپلوان نوم راڅرګند شو: “مور”. دا د هغه خواښي وه، چې په احتیاط سره له هغوی څخه لیري ګرځیده، چې نوي پیدا شوي نیکمرغي ور ګډوډه نه کړي، خو خوشحاله وه چې په داسي یو وخت کې راغلي وه، چې هغې ته اړتیا وه.

ورپسي په سور او شنه پنسل باندې ډیر نور شیان لیکل شوي وه: “د خدمتګارانو د ثبت دفتر” – خدمتګاره تللی وه او نوي خدمتګاري کوژده کوله. “کیمیاګر” – هم! ژوند مخ په تیاره وه. “لبنیات” – د شیدو فرمایش ورکړ شوی وه – تصفیه شوي شیدي!

“قصاب، بقال، او داسي نور.” د کور چاري په ټیلیفون باندې ترسره کیدلي؛ ټینګار یي کاوه چې خدمتګاره میرمن په خپله دنده باندې نه وه. نه، هغه نه وه، ځکه چې هغه له کاره ایستل شوي وه.

ورپسي لکینې هغه نشوای لوستلی، ځکه د هغه د سترګو مخې ته تیاره کیدلي؛ هغه د یوه ډوبیدونکي شخص په توګه وه چې د مالګینو اوبو له منځه د لیدلو کوشش کوي. خو بیا هم، هغه دلته لیکل  شوي وه، په ډیره ساده ژبه: “د کفن او خښولو شخص – یو لوی تابوت او یو کوچنی تابوت.” او د “خاوړي دوړي” کلمه په قوسینو کې اضافه شوي وه.

دا په ټول لیست کې وروستۍ کلمه وه. دا د “خاوري دوړي” په کلمه پای ته رسیدلی وه! او دا هغه څه دي چې په ژوند کې پیښیږي.

هغه ژیړ کاغذ ورواخیست، ښکل یي کړ، په احتیاط سره یي قات کړ، او په خپل جیب کې یي کیښود.

په دوه دقیقو کې هغه د خپل ژوند له دوو کلونو څخه یو ځل بیا ژوند کړی وه.

خو کله چې هغه کور پریښود، د هغه سر کښته نه ځریډو. د هغه برعکس، هغه خپل سر لوړ نیولی وه، لکه یو خوشحاله او ویاړ من سړی، ځکه هغه پوهیدو چې د ژوند تر ټولو غوره شیان چې بښل کیږي، هغه ده ته ورکړ شوي وه. او هغه له هغو ټولو خلکو سره خواخوږي لرله چې په ژوند کې دا شیان نه وه ورکړ شوي.

Översättningen kommer från företaget Snabböversättare 

Download